123 Street Avenue, City Town, 99999

(123) 555-6789

email@address.com

 

You can set your address, phone number, email and site description in the settings tab.
Link to read me page with more information.

Kabul.jpg

زموږ په اړه

دکابل د ځمکی لاندی اوبو پروژی د تغذیی مدیریت چمتووالی

تیرحال:

د پروژې د پام وړ بنسټیزه ستونزه چې باید په ګوته شي ، د کابل ښاریانو لپاره د څښاک وړ اوبو کموالی دی. سره له دې چې افغانستان د اوبو له لږوالي سره مخ نه دی، بیا هم کابل ښاریانو ته د څښاک د روغتیایی اوبو رسول د اندیښنې وړ دي.

په کابل کې، شاوخوا ٪۹۰ د اتموسفیر ترسبونه په سوړ موسم کښې د واورې، باران او ږلۍ په شکل رامنځ ته کیږي. چی د وري څخه د غویی  ترمیاشتی پورې د هندوکش د غرونو د واورې د ویلي کیدلو په پایله کی د سطحي اوبو بهیر  منځ ته راوړي. د سطحي اوبو بهیر چې د واورې د ویلي کیدو په پایله کی منځ ته را ځي ، د هغې څخه اغیزناکه ګټه نه اخستل کیږی او د هغې ډیره برخه د هیواد څخه بهر د پاکستان لور ته بهیږي. نو له دې کبله د هیواد څخه بهر د سطحي اوبو بهیر په کابل کې د اوبو د کموالي لوی لامل دی. د کابل ښاریانو لپاره  د څښاک د اوبو برابرول په ځمکې لاندې اوبو متکي ده، چی دغه کړنه د ځمکې لاندې اوبو د ډیر استخراج سبب ګرځيدلې  چې په پایله کی د کابل ښار د ځمکی لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده.

WP_20170416_11_24_22_Pro.jpg

د حل لاره

په کابل کې د ځمکی لاندی اوبو سپما، ساتل، بیا رغول او اداره د اوبو د کمښت اوسنی ننګونې یوه حل لاره ده. د ځمکی لاندی اوبو سپما، ساتل، بیا رغول او اداره د ځمکې لاندی د اوبو د ژغورلو لپاره چی د اوبو رسولو په مخه ‌ډیر ویستل کیږی  د نړیوالو لارو څخه ده او دغه کړنه د چاپیریال اغیز کموی. هغه لاری چی د ځمکی لاندی اوبو زیاتوالی د مدیریت او تغذیی د پایلې څخه منځ ته را ځی په لاندی شکل کشی شودل کیږی:

تزریقی څاه ګانی (څاه ته اوبو انتقالول د پمپ په واسطه) 

تزریقی څاه ګان (سطحی اوبو انتقالول څاه ته) 

د ځمکی لاندی د اوبو تغذیی د لوی قطر څاه په ذریعه 

د ځمکی لاندی د اوبو تغذیی په تونلونو کی د سطحی اوبو د جریان په واسطه 

د اوبو انتقال په څاه ګانو کشی 

د اوبو ویشل او جریان ورکول د لوی حوضونو په ذریعه 

د اوبو جریان ورکول په ویالو او شدیارو ځمکو کشی 

د اوبو جریان ورکول په خطی تقسیم شوی ویالو کشی. 

 د بیا رغونی او اوبو لرونکی طبقی انتخاب (ASR)

 د اوبو لرونکی طبقی مشخصات

 د اوبو لرونکی طبقی ارزونه، د احجارو او د اوبو کیفیت له نګاه څخه

 نمونوی آزمایښتونه (ASR) ، 

 څارنه، څارنه ، څارنه 

 اقتصادی مطالعات

 د اوبو او انرژی وزارت د هایدروجیولوژی، د کارمندانو ظرفیتونه لوړول.

 د دولت او آسیایی پرختیا بانک منظوری تعقیبول د پروژی ډیزاین پانګونی ته.

 

کنترول شوی ریچارج ( د اوبو لرونکی طبقی بیا رغونه د تزریقی څاه ګانو په ذریعه)

ذخیره کول:

   خوږی اوبه ( دڅښاک وړ )

   د ککړو اوبو تصفیی (بیا په کارول)

د اوبو زیرمی په واسطه تر لاسه کیږی:

   د ځمکی لاندی اوبو سطحه لوړول

   د طبعی مالګینو اوبو بیځایه کیدل د تزریقی اوبو په ذریعه

   د فشار په واسطه اوبه په ځمکه کشی داخلول او دوران

د کنترول شوی ریچارج به د ځمکی لاندی د اوبو ذخیری ډیره کړی، لکه څنګه چی په پورته مثال کی ښودل شوی. 

 ځمکی لاندی اوبو مصنوعی تغذیی اساسی خصوصیات:

 د اوبو زیرمه اعظمی حد ته رسوی (اوږده موده او موسومی )

 کله چه اړتیا وی، د اوبو زیرمه رغول کیدی شی.

 د اوبو کیفیت ښه والی د رقیقولو پواسطه.

 د اوبو مالګی کمول، د مالګینو اوبو مخنیوی او د ځمکی کشیناستل مخنیوی.

 د موسمی غوشتنی پوره کولو لپاره په کارول او د یو ستراتیجیکو ذخیری په حیث په کارول.

 د اقلیم بدلیدل تاثیرات کموی.

د کابل د ځمکی لاندی اوبو تغذ یی پروژه د کابل په دوو او یا دریو ټاکلو ځایونو کشی دځمکی لاندی اوبو تغذیی تایید لپاره چی د اوبو کمښت حل لاره ده تر سره کیږی.

پدی څیړنه کشی هایدروجیولوجی مطالعات، د ځمکی لاندی اوبو د تغذیی او مدیریت او د هغی بدیل انتخاب سره پرتله کول شامل دی. او که دغه آزمایشی آزموینی کامیابی ثابتی شی، دغه به دیوی پراخی پروژی پیل د کابل ځمکی لاندی اوبو کچی لوړولو او زیرمی زیاتوالی لپاره به وی.  د پروژی دندی په پورته برخه کشی ذکر شوی دی.

 

د قرارداد شمیره:    125253-552903

د پروژی پیل نیټه:  د سلواغی ۲۲، ۱۳۹۵ چی د فبروری 10، 2017 سره سمون لری

د پروژی دپای نیټه: د غویی ۱۱، ۱۳۹۹ چی د اپریل ۱۱، ۲۰۲۰ سره سمون لری